د بلومبرګ امریکايي مجلې د راپور له مخې، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له وخته مخکې ټاکنو ته لېوالتیا پاکستان له یوه آیني بحران سره مخ کړی دی
باغي ټي وي رپورټ
د بلومبرګ امریکايي مجلې د راپور له مخې، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له وخته مخکې ټاکنو ته لېوالتیا پاکستان له یوه آیني بحران سره مخ کړی دی.
د بلومبرګ راپور دا هم وايي چې عمران خان په چټکۍ سره پاکستان د کړکېچ او ګډوډۍ پر لور اړوي چې په پاکستان کې د جمهوري بهیر د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي.
رپورټ وايي د پاکستان د چيف جسټس او وفاقي حکومت ترمينځ د شخړې صورتحال پيدا شوے دے او د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال په دې مسله کې اصلي کردار ګرځېدلی دی.