په تورخم کښې د غر ښویدنې پیښه، د ژغورنې او امدادي عملیات بشپړه شول، ۸ جسدونه را او اویستل شول، ۱۲ ټرانسپورټران په دې پیښه کښې ټپیان شوي دي

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اړخ تورخم کښې د غر را ښویېدو له ملبې څخه ۸ مړي او ۱۲ ټپیان را ایستل شوي دي، د ملبې څخه ۲۷ لارۍ او کانټینرونه هم را او ویستل شول او دغه شان نن په ۵ ورځ امدادي عملیات په بریالۍ توب سره بشپړه شول.

د پاکستان فوځ، ايف سي ځواک ، ریسکیو 1122 او سول انتظاميې په ګډه د تورخم پیښې په ځای د ژغورنې او امدادي عمليات بشپړ کړل.

اغیزمنو کسانو او د هغوی کورنیو د ژغورنې په هلو ځلو کښې فعال رول لوبولو په اړه د پاکستان له فوځ او ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکارو څخه مننه کړې ده او ددوی ی ستاینه ی کړه ده.

د ریسکیو ۱۱۲۲ یو اهلکار مطابق دوی د ځایی انتظامیه د معلوماتو مطابق ټول لاندې شوي کانټینرونو او ۸ مړي را او ویستل او دغه شان ی امدادي عملیات مکمل کړل.

Leave a reply