د حکومتي ګوندونو او پي ټي ايي ترمنځ د خبرو اترو هڅې روانې دي.
باغی ټي وي رپورټ
د حکومتي ګوندونو او پي ټي ايي ترمنځ د خبرو اترو هڅې روانې دي.
د تحريک انصاف صدر چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې ايازصادق فواد چوهدري سره رابطه کړې ده، هغه دعا کوي چې د هغه څخه د وتلو لاره پيدا شي او شفافې ټاکنې وشي.
نوموړي د مولانا فضل الرحمان په مطبوعاتي کانفرنس نيوکې وکړې او ويې ويل چې د جے يو آئي مشر د چيف جسټس، عدليې او عمران خان په ضد مطبوعاتي کانفرنس کړى.
دا خبره د یادونې ده چې د راپورونو مطابق د حکومتی اتحاد او تحریک انصاف تر منځ د اپریل په ۲۶ نیټه د ملاقات په اړه موافقه شوې وه.
د پیپلز پارټۍ یوه مشر قمر زمان کائره د نوي پاکستان په پروګرام کې ویلي چې د حکومت جګپوړو مشرانو پرون د تحریک انصاف له مشر اسد قیصر سره تماس نیولی او هغه ته یې د جولای په ۲۶مه د ملاقات لپاره پیغام ورکړی دی.
ده ووئيل د ملاقات پېغام په ځواب كښې اسد قيصر ووئيل مونږ په دې معامله سره يو او په 26مه به ملاقات كوو۔