د تورخم غر ښوویدنې پیښه ، د مړو شمیره اته شوه، ریسکیو ۱۱۲۲ د اختر په ورځ هم د ژغوررنې او امدادي عملیاتو ته دوام ورکړې دې
نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان اړخ ته د غر ښوویدو پیښه ځای څخه د یو بل ډرایور مړې را ویستل شوې دې چې دې سره د مړو شمیر اته کسانو ته رسیدلې ده .
د ریسکیو ۱۱۲۲ د ضلع خیبر دفتر څخه جاري شوي یو بیان کښې ویل شوي دي چې د اختر په ورځ هم د ژغورنې او امدادي عملیاتو لړې روانه ده او دوی یو بل تن مړې هم راویستلې دې.
د پیښې په ځای د پاکستان فوځ ځوانان، این ایل سي ، الخدمت فاونډیشن او د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکار په امدادي اپریشن کښې بوخت دي، ځایی اولس د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکار ستاینه کړې ده چې د اختر په ورځ ی هم عملیات جاري ساتلي دي او یو بل ډرایور مړې ی د ملبې راویستلې دې.
د ضلع خیبر ډپټي کمشنر دفتر څخه خپور شوي یو بیان مطابق د کوچني اختر په ورځ هم(د پیښې په پینځمه ورځ) هم د ژغورنې او مرستو عملیات دوام لري
د خېبر ډپټي کمشنر عبدالناصر خان وئيلي دي چې پرون ماښام د ملبې نه د اتم ټرانسپورټر مړې هم را اوویستل شو.
په خبر پاڼه کښې وایی چې د پاکستان د ګمرکونو او ځايي کسټم ایجنټانو د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو شمېره ۸ تنه ته رسیدل ده.
ډپټي کمشنر خيبر وائي چي پيښه کښي مړه 08 مړي راويستل شوي دي چې تعلق ی د ګاونډي هیواد افغانستان سره دې.
دا خبره مهمه ده چې د پیښې په ځای د پاکستان فوځ یو ټیم، ریسکیو ۱۱۲۲ ، الخدمت فاونډیشن اهلکار په امدادي عملیاتو کښې بوخت دي او د ملبې لاندې ګیر اته ډرایورانو مړي راویستلو کښې بریالي شوي دي.
که څه خم ځایی اولس نیوکې کوي چې په تورخم کښې امدادي عملیات چټک نه دي خو د این ایل سي له لوري جاري شوي یو نوملړ ترمخې ددوی یو شمیر کرین ماشینونه، ملبه وړونکې ټرکونه د ژغورنې او امدادي عملیاتو کښې برخه اخلي.