د مقبوضه کشمير په سرينګر سيمه کښې قابض د هند انتظاميې د کشميريانو په تاريخي جامع جومات او ټولو مرکزي عيدګاه کښې کشمیري مسلمانان د اختر د لمانځه له ادا کولو څخه منع کړې دي
باغي ټي وي رپورټ
د مقبوضه کشمير په سرينګر سيمه کښې قابض د هند انتظاميې د کشميريانو په تاريخي جامع جومات او ټولو مرکزي عيدګاه کښې کشمیري مسلمانان د اختر د لمانځه له ادا کولو څخه منع کړي دي.
مقبوضه کشمير کښې د هندوستان رياستي ترهه ګري د اختر په ورځ هم بنده نه شوه، مقبوضه هندوستاني انتظاميې د تاريخي جامع جومات په شمول په ټولو مرکزي عيدګاه کښې د کشميري مسلمانانو د اختر د لمانځه د ادا کولو مخه ونيوله.د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشمير په وادۍ او د جمو په نورو سيمو كښې هم د خلكو د ورتګ د مخنيوي لپاره د قابض هندي ځواكونو په لويه كچه ځائې كړې شوې۔