سعودي عربستان په کورنۍ جګړه ځپلي سوډان کې د سعودي او پاکستاني اتباعو په ګډون د بیلابیلو هیوادونو شاوخوا 150 څخه ډیر اتباع په خوندي ډول ایستلي دي

0
138

باغی ټي وي رپورټ
سعودي عربستان په کورنۍ جګړه ځپلي سوډان کې د سعودي او پاکستاني اتباعو په ګډون د بیلابیلو هیوادونو شاوخوا 150 څخه ډیر اتباع په خوندي ډول ایستلي دي.

دعربي ميډيا له مخې دسعودي عرب دکورنۍ جګړې دپيل څخه وروستو په لمړي اعلان کې دسوډان څخه د١٥٠ؤ څخه زيات بهرني ډيپلوماټان، کارکوونکي، دسعودي عرب اؤ پاکستان په شمول دنورو هيوادونو اتباعو په ويستلو بريالي شوي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سعودي سمندري ځواکونو د نورو پوځي ادارو په مرسته د پاکستان، کویت، قطر، متحده عربي اماراتو، تیونس، پاکستان، هند او کاناډا په ګډون ۹۱ سعودي اتباع د درېیو کښتیو په وسیله ایستلي دي. اتباع په خوندي توګه جدې ته رسول شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د نورو جزیاتو له ورکولو پرته یوازې دومره ویلي چې له سوډان څخه په ایستل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې دیپلوماتان او ملکي وګړي هم په کې شامل دي او دا چې د ټولو ایستل شویو کسانو د را ایستلو لپاره تدابیر نیول شوي دي.

د سعودي رسنیو له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې سعودي چارواکي له سوډان څخه تر شړلو وروسته له کښتیو څخه ښکته شویو مسافرو ته ګلان، خواږه او نور توکي وېشي.د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ټول کسان لومړی د یوه کاروان په بڼه د سوډان بندر ته ورسېدل او وروسته د سعودي د سمندري ځواکونو د دریو کښتیو په واسطه جدې ته ولېږدول شول.

بايد يادونه وشي چې دا په سوډان کې له کورنۍ جګړې وروسته د بهرنيو ځواکونو د ايستلو لومړى بريالي عمليات دي.

Leave a reply