د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې اميدوارانو ته ټکټونه په ډير مشکل سره ورکړي شوي دي نو د پاتې اميدوارانو اپيلونه به ډير زر واوري۔
باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې اميدوارانو ته ټکټونه په ډير مشکل سره ورکړي شوي دي نو د پاتې اميدوارانو اپيلونه به ډير زر واوري۔
زمان پارک کې کارکنانو ته په خطاب کې عمران خان وويل چا چې ټکټونه نه دي ترلاسه کړي هغه اپيل کولى شي، د افسوس خبره ده چې هغه د ټولو کانديدانو سره مرکه نۀ شي کولى.
د مرکې د نه ورکولو دلیل په ګوته کولو سره ، هغه وویل چې یو یې د محکمو چکر وهل و ، بل دا چې PDM له ټاکنو څخه تښتي.پخواني وزيراعظم وويل پي ډي ايم څخه يې غوښتنه کړې وه چې مونږ سره يو ميچ ترسره کړي، هغوي د ويکټو په ویستلو سره وتښتیدل. عمران خان اوویل چې مونږ سپريم کورټ ته سلام وړاندې کوو چې پي ډي ايم ته يې د تيښتې اجازه ورنکړه.