ا سراییل په ترکمنستان کې چې له ایران څخه یوازې ۱۷ کیلومتره لیرې موقعیت لري، خپل دایمي سفارت پرانیستلې دې

باغي ټي وي رپورټ
ا سراییل په ترکمنستان کې چې له ایران څخه یوازې ۱۷ کیلومتره لیرې موقعیت لري، خپل دایمي سفارت پرانیستلې دې.
دبهرنيو ميډيا له مخې دترکمنستان دايمي سفارت داسرائيل خارجه وزير لخوا پرانستل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ۳۰ کاله وړاندې جوړې شوې او له هغه وروسته د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د اسراییلو موقت سفارت جوړ شو.
خو تر اوسه ترکمنستان په اسرائیلو کې خپل سفارت نه دی پرانیستی.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر دا پیښه یوه تاریخي پیښه بللې ده.د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر وویل، د منځنۍ اسیا د “انرژی له ستر ځواک” سره د اسراییلو اړیکې ستراتیژیک اهمیت لري.





