د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.

د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.
21 اپریل جمعه 2023
د نېمکرغه کوچني اختر د لمانځه په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء پر مرستیالانو سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د رئیس الورزاء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع، د کابينې وزیرانو د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د خلکو بېلابېلو اقشارو حضور درلود چې ګډونوالو یې د لمانځه له اداء کولو وروسته له یوه بل سره روغبړ او د اختر مبارکي وکړه.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالکحیم حقاني خبرې وکړې او حاضرینو، علماؤ، مشرانو، د کابینې وزیرانو، د اسلامي امارت مسؤلینو او د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه، دا د الله (ج) ستر نعمت دی چې د امن په فضا او د اسلامي نظام تر چتر لاندې مو د اختر لمونځ، روژه او تراویح ادا کړ.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره لیدلي.
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات وویل، علماء او حکماء باید یو ځای د الهي اوامرو مطابق عمل ترسره او د ټولنې د اصلاح او فساد لمنځه وړلو لپاره دې هڅې وکړي.





