د خیبر پښتونخوا ضم قبایلي ضلعوکښې نن وړوکې اختر نمانځل کیږي

0
496

باغی ټي وي رپورت
پرون د حکومت اعلان او د مسجد قاسم علي جومات په ټول ملک کښې د شوال میاشت نه لیدلو پس د وړوکي اختر نه نمانځلو او ۳۰م روژه نیولو اعلان وکړو خو د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو او څه قبایلي سیمو کښې ځایی مشرانو،عالمانو د وړوکی اختر نمانځلو اعلان وکړو.
د ځایی خبریالانو مطابق نن په ۲۱ اپریل د ضلع خیبر په تحصیل باړه او لنډیکوتل یو څو سیمو کښې وړوکې اختر ونمانځل شو.
د ضلع باجوړ او شمالي وزیرستان په میرانشاه کښې هم د وړوکي اختر مونځ ادا کړل شو.
د مسجد قاسم علی خان مشر مفتی شهاب الدین پوپلزې وینا وه چې په ټوله صوبه کښې اسمان وریځ وو او هم دې له امله د شوال میاشت و نه لیدل شوه او سبا باید اولس ۳۰ روژه ونیسي.
…….

د لنډی کوتل په انتظامي افسرانو باندې ځایی اولس سختې نیوکې کړي دي، ځایی اولس ترمخې ټوله روژه کښې د چرګوړي قیمت ۷۰۰ او ۸۰۰ روپۍ وو او وس په ۱۰۰۰ زر روپۍ دې، وړه غوښه په ۲۰۰۰ روپۍ سیر وو او وس چې خلق د اختر لپاره وړه غوښه اخلی نو قصابان ی په ۲۲۰۰ روپۍ خرڅوي.

Leave a reply