د هند کرکټ بورډ (BCCI) یو ځل بیا د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبو لپاره د کرکټ ټیمونو له لېږلو څخه انکار کړې دې.

0
452

باغي ټي وي رپورټ
د هند کرکټ بورډ (BCCI) یو ځل بیا د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبو لپاره د کرکټ ټیمونو له لېږلو څخه انکار کړې دې.

د يادونې وړ ده چې د اسيايي لوبو د شل اوريزو لوبو سيالۍ د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه د چين په هنګو ښار کې پيلېږي.د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، هند به د اسيايي لوبو په ټولو سياليو کې له کرکټ پرته برخه اخلي، د نارينه او ښځينه کرکټ لوبډلې به په اسيايي لوبو کې ګډون نه کوي.

په اسيايي سياليو کې د هند مشر ماموريت د کرکټ د ټيمونو نه ګډون تاييد کړ.د هندي ميډيا له مخې د هند اولمپيک ايسوسي ايشن درې يا څلور ځله د هندوستان کرکټ بورډ سره تماس نيولې خو د ننوتو نه ئي انکار کړې دې۔

د هند بورډ دریځ دا دی چې د ننوتو له نیټې یوه ورځ مخکې ورته خبر ورکړل شوی و او تر هغه وخته زموږ د راتلونکي دورې پروګرامونه ټاکل شوي وو، د ژمنو له امله د اسیا جام لپاره د ټیمونو لیږل ممکن نه وو.

Leave a reply