د هند یوې محکمې د ۲۰۰۲ کال د ګجرات په تاوتریخوالي کې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو په تور ۶۹ کسان بري کړل

باغی ټي وي رپورټ
د هند یوې محکمې د ۲۰۰۲ کال د ګجرات په تاوتریخوالي کې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو په تور ۶۹ کسان بري کړل.
د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د ۱۱ مسلمانانو د وژنې د قضیې له مخې د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې هندو افراطیانو د مسلمانانو په کورونو کې اور واچاوه چې په ترڅ کې یې ۱۱ مسلمانان شهیدان شول.د برید په اړه د تحقیقاتو له مخې، د ګجرات پولیسو له مسلمانانو سره مرسته ونه کړه او هغوی یې د بدمعاشانو په رحم کې پریښودل.
د قربانیانو وکیلانو په ستره محکمه کې د دغې پرېکړې د ننګولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغې پرېکړې یو ځل بیا قربانیان له انصافه بې برخې کړي دي.د هند اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودي د ګجرات د فساد پر مهال د دغه هېواد اعلی وزیر وو.






