افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل او ننګرهار ولایتونو کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

0
416

افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل او ننګرهار ولایتونو کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

20 اپریل پنشنبه 2023

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې کابل کې د ۵۰۰ اړمنو سره د خوراکي توکو او ننګرهار ولایت کې د ۳۰۰ کورنیو سره د خامې غوښې مرسته کړی.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د روژې مبارکې مياشت په مناسبت د افغاني سرې میاشتې لخوا کابل ولایت کې ۵۰۰ اړمنو، معلولو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

ياده مرسته چې د المان سولې کلې خيريه بنسټ لخوا چمتو شوې وه پکې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې او ۱۰ لیتره غوړي شامل وو.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې تخار، زابل او نورستان ولایتونو کې د ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.

 

همدا راز د یادې ټولنې له لوري د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ۳۰۰ بې وزله کورنيو ته بیګاه شپه له روژه ماتي وروسته خامه غوښه ووېشل شوه، چې پکې هرې اړمنې کورنۍ ته ۱۵ کیلو غوښه ورکړل شوه.

Leave a reply