د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري راتلونکې میاشت د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

0
72

باغی ټی وی رپورټ

د خارجه دفتر وياند په اوونيزه بريفنګ كښې ووئيل چې بلاول بهټو زرداري به د مئي په 4 او 5مه نېټه په ګوا كښې د شانګهائي تعاون تنظيم خارجه وزيرانو په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔

دسرچينو له مخې دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري به د پاکستان دبهرنيو چارو لمړى وزير وي چې تر ٢٠١٦م کال وروسته به هند ته سفر کوي.

وياند ووئيل د شنګهائي تعاون تنظيم په غونډه كښې به د قدرتي افتونو ضد چارواكو غړي په عملي توګه ګډون كوي۔

د خارجه دفتر وياند وويل هند ته د سفر دپاره زمونږ تيارۍ روانې دي، دوي به ميډيا ته د هند د سفر دپاره هم هدايت وکړي.

بل خوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د روانې میاشتې په پای کې په هند کې کېږي، هند ته د نه تګ پرېکړه کړې ده.

دسرچينو له مخې خواجه اصف به د شانګهاي همکارۍ تنظيم په غونډه کې په عملي توګه ګډون کوي، خواجه اصف ته د خارجه وزيرانو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

Leave a reply