د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د ټولټاکنو نېټه د جون په 14مه يا 14م اکتوبر کيداي شي، سياسي بحران به له سياسي لارې هواره شي، د عدالتي لارې حل کولو سره به بحران زيات شي

باغي ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده سره” سره خبرو کې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وويل چې د ټاکنو نېټه ښايي د جون په ١٤مه يا د اکتوبر په ١٤مه وي.
داخله وزير وويل سياسي بحران به دسياسي لارو هواريږي، دعدالتي لارو دحل کولو سره به بحران نور هم زيات شي، دا دهيواد بدبختي ده چې دلته دعمران خان په شان يو سياستمدار جوړ کړل شو، عدالت وويل چې عمران خان بايد داسې ونه کړي. په ناقانونه توګه ځورول کیږي، په قضیه کې نیول غیرقانوني ځورونه نه ده.
ده ووئيل چې هر څوك چې د عمران خان په غوږو كښې اچوي نو هماغه خبرې شروع كوي، مونږ غواړو چې عمران خان عدالتونو ته حاضر شي او محاكمې ته دې مخ شي۔






