د جماعت اسلامي پاکستان امير سراج الحق وايي، ادارې د ګوندونو تر منځ د ګټو په جګړه کې ښکېلې شوې دي

0
176

باغی ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” کښې د خبرو په مهال سراج الحق اوويل چې دا به ښه وه که سپريم کورټ فل کورټ رابللې واي او فيصله ورکړي۔

هغه وويل، چې بنسټونه د ګوندونو تر منځ د ګټو په جګړه کې ښکېل شوي، اوس هم د سياسي ګوندونو ترمنځ د خبرو اترو لاره شته.

سراج الحق زیاته کړه، چې ټاکنې د پي ټي ایم او پي ټي ايي ستونزه نه ده، موږ ټول اسټيک هولډران یو، موږ لیدلي چې خلک په حرم کې ناستو شویو تړونونو ته مخه کوي، که ولس د تړون شاهدان شي، نو خلک پخپله به څارنه وکړي.

Leave a reply