دپيپلز پارټۍ مشر او سينئر جج بيرسټر چوهدري اعتزاز احسن وئيلي دي چې که د سپريم کورټ د حکم مطابق اليکشن کميشن ته فنډونه ورنکړل شي نو د وزيراعظم، قانون وزير اؤ داخله وزير په ضد به د توهين عدالت کارروائي کولى شي

0
203

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام ‘کيپيټل ټاک’ کې د خبرو په مهال اعتزاز احسن وويل، که حکومت او تحريک انصاف د مې له ١٤مې او د اکتوبر تر دويمې د ټاکنو په اړه موافقه وکړي، نو چيف جسټس ته اسانتياوې برابرولی شي. اعتزاز احسن وويل کله چې په نيمه شپه کې عدالت پرانستل شو او د بنديانو ګاډي راورسيدل نو دعمران خان حکومت ړنګ شو، چيف جسټس په هغه وخت کې دهغه دخوښې جج ؤ، دغه نظريه ضروري ده.

ده ووئيل چې يوسف رضا ګيلاني د 5 كالو لپاره نااهل كړے شوے، د شهباز شريف سره هم دغسې كېدې شي، حكومت د حالاتو له سنجيده خبر نه دے، په اسمبلۍ كښې شوي اقدام تحفظ لري، سپريم كورټ د مئي په 14مه نېټه ټاكنې كړې دي۔

حکومت وايي چې د مې په څوارلسمه به ټاکنې نه کېږي، په پارلمان کې به هېڅ قاضي خبرې نه شي کولی، که څوک فکر کوي چې ټاکنې به له څلورو تر شپږو میاشتو یا یو کال وځنډېږي، نو داسې نه کېږي. که دا موده وغځول شي، نو هر بریالی حکومت به ټاکنې وځنډوي.

سينئر قاضي وويل د سپريم کورټ د ججانو ترمينځ سختې ډلې دي او يو بل سره لاسونه هم نه نيسي، خبرو ته هم تيار نه دي، چيف جسټس يو سړه مزاج انسان دے.

هغه وویل چې زه د عمران خان وکیل نه یم، که د عمران خان پر ضد د تیري مقدمه ثابته شي نو په راتلونکو انتخاباتو کې به لږ تر لږه ۳۰ فیصده کاندیدان په خپلو مخالفانو د دغه شان تورونه لګوي.

Leave a reply