د کراچۍ یوې ځايي محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر علي زیدي ته د درغلیو په قضیه کې ضمانت ورکړی دی
باغي ټی وی رپورټ
د ملير جوډيشل مجسټرېټ علي زيدي ته د لس زره روپو بانډ جمع کولو امر کړی دی.
د علي زيدي د ضمانت د درخواست اورېدنې پر مهال د مدعي وکيل عدالت ته وويل چې زموږ د عدالت نه بهر تصفيه شوې ده، مدعي له هېواده بهر دي.
نن سهار د ملير جوډيشل مجسټرېټ علي زيدي ته د درغلۍ په مقدمه کې د جوډيشل ريمانډ د جېل د لېږلو امر کړی دی.
عدالت د علي زيدي په جسماني ريمانډ کې د غځولو په اړه د تحقيقاتي افسر درخواست رد کړ او د اپريل تر 30مې نېټې پورې يې په جوډيشل ريمانډ کې جيل ته د لېږلو حکم صادر کړ.