په حرمین شریفین کې د سلواغې په ۲۹مه شپه د قرآن کریم د ختم مراسم ترسره شول

0
88

باغي ټی وی رپورټ
سعودي عربستان: په حرمین شریفین کې د سلواغې په ۲۹مه شپه د قرآن کریم د ختم مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې په مسجد نبوي کې هم د تراویح په مناسبت روحي صحنې لیدل شوې.

امام الحرام شیخ عبدالرحمن السدیس په مسجد الحرام کې د قرآن کریم له ختمولو وروسته تسبیح لمونځ ادا کړ.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د ۲۹مې تراویح او د ختم قرآن په لمونځونو کې ۳ میلیونه کسانو ګډون وکړ.

د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخې، د روژې په ۲۹مه شپه په مسجد الحرام کې له ۲.۵ میلیونو څخه زیاتو کسانو د خاتم القرآن په لمانځه کې ګډون وکړ.

د لمانځه پر مهال د زړه بوږنوونکې صحنې لیدل شوې، د حرم امام شیخ عبدالرحمن السدیس د اسلامي امت په ځانګړې توګه د سعودي عربستان او اسلامي هېوادونو لپاره دعا وکړه.

د يادونې وړ ده چې نن ماښام په سعودي عربستان کې د کوچني اختر د سپوږمۍ ليدل ناشوني دي، د ۱۳ هېوادونو د ستورپوهنې ۲۵ کارپوهانو ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

د کارپوهانو په وینا په سعودي عربستان کې به د روژې میاشت ۳۰ ورځې وي او اختر به د شنبې په ورځ د اپریل په ۲۲ وي.

Leave a reply