چوهدري انوارالحق د آزاد کشمير وزيراعظم وټاکل شو

0
160

باغی ټی وی رپورټ
چوهدري انوارالحق د آزاد کشمير وزيراعظم وټاکل شو، هغه په ​​52 ايوان کې 48 ووټونه ترلاسه کړل چې له هغې وروستو هغه د آزاد کشمير مقننه اسمبلۍ په تاريخ کې تر ټولو لويې مينډيټ ترلاسه کړو.

د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ بیړنۍ غونډه د شورو او پنجشنبې په شپه ترسره شوه چې پکې د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو لپاره د ماسپښین له 12:40 څخه تر 12:55 بجو پورې وخت ورکړل شوی وو.

د آزاد کشمیر د اسمبلۍ سیکرټري وینا ده چې د حکومت لخوا هیڅ یوه د نامزدګۍ کاغذونه جمع نه کړل شوي چې له وجې سپیکر انور حق غیر متفقه وزیراعظم منتخب شو ولې بیا هم د بلاعوضه انتخاباتو نه پس د ووټ اچولو عمل ترسره شو.

د آزاد کشمير د قانون ساز اسمبلۍ بېړنۍ غونډه د څه مودې لپاره وځنډول شوه خو څه موده وروسته د ډپټي سپيکر چوهدري رياض په مشرۍ کښې د ووټ اچولو عمل شروع شو.

په ووټنگ کې د چوهدري انور حق په ملاتړ کې 48 ووټونه اچول شوي چې پکې 52 ووټونه اچول شوي وؤ د آزاد کشمير د وزيراعظم په انتخاب کې د پي ټي ائي دوه غړو برخه وانخيسته په داسې حال کې چې د جمو او کشمير پيپلز پارټۍ سردار حسن ابراهيم او سردار حسن ابراهيم د مسلم کانفرانس مشر عتیق هم د رای اچونې په بهیر کې برخه اخیستې وه.

انوارالحق د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی مینډیټ ترلاسه کړ.

د زرائعو ترمخه انوار الحق د اپوزيشن پارټو سره د اقتدار شريکولو فارمولے فيصله کړې ده او د آزاد کشمير صدر بير سلطان محمود د مواخذې فيصله هم شوې ده او دې نه علاوه د راتلونکي صدر او سپيکر د انتخاب فيصله هم شوې ده۔ .

چوهدري انور حق د آزاد کشمیر د بھمبر ضلعې سره تعلق لري، هغه په ​​اول ځل په کال 2006 کې د اسمبلۍ غړی وټاکل شو، انور حق دوه ځله د آزاد کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ سپیکر پاتې شوی دی.

ياده دي وي چي د آزاد كشمير هائي كورټ د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس ته د توهين عدالت سزا اورولې وه۔

عدالت د آزاد کشمیر وزیراعظم ته د محکمې د برطرفۍ پورې سزا واوروله او هغه یې د هر قسمه حکومتي عهدې نه هم نااهله ګرځولې.

Leave a reply