د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علی او نګران وزیر اعلی اعظم خان د تورخم پیښې ځای دوره وکړه، ځایی خلقو د ګورنر په ضد احتجاج کړې

0
439

باغي ټی وی رپورټ
د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او نګران اعلی وزیر ،اعظم خان د تورخم پولې دوره وکړه، والي او وزيراعلي په تورخم کې د پېښې ځاي ليدنه وکړه او عمليات يې وکتل په دي موقع ډي سي خيبر عبدالناصر، ډي پي او خيبر سليم کلاچي، تحصيل چيئرمېن الحاج سيد نواب آفريدي، پخوانې ايم پي اے شفيق شېر آفريدي، تحصيل چيئرمېن شاه خالد، چيئرمېن عبدالمنان او نور افسران او مقامي مشران هم موجود وو۔ تورخم ته د والي او سرپرست اعلی وزير د سفر په مهال د ملبې لاندې شوو کسانو خپلوانو او ځايي خلکو احتجاج هم وکړو او غوښتنه يې کړې، چې په خالي سفرونو او انځوريزو ناستو سره څه نه کېږي، اولس غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې عملي ګامونه پورته شي، دا غوښتنه ی هم وکړه چې د ملبې لرې کولو لپاره لپاره باید درانه ماشین راوړل شي، د ملبې لاندې ګیر ترانسپورتران باید را اویستل شي.
والي او وزيراعلي په ملبه کښې د را ګیر شويو کسانو له خپلوانو او د سيمې له مشرانو سره وکتل، والي او سرپرست له زيانمنو شويو کورنيو سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ، هغوی اړوند ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د ستونزو د هواري په برخه کې چټکتيا وکړي. نوموړي په تورخم کې د ناڅاپه حالاتو سره د مقابلې لپاره د بیړنیو حالاتو د مرکز د جوړولو اعلان وکړ، ضلعی ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د نورو ماشینونو په ورکولو سره عملیات چټک کړي.

Leave a reply