جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د پلازمینې په شمول د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۳۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
120

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د پلازمینې په شمول د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۳۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

19 اپریل چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د غلا، اخلاقي بې لاریو، قمار، وسلو ناقانونه لېږد، اسنادو جعلي کولو او ناقانونه ښکار په تړاو په پلازمېنه، بلخ، بغلان، کندهار، بامیان، هرات او پکتیا کې نیولي دي.

 

له منځه يې، ۹ تنه د موټر تښتولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په کابل، ۱۲ تنه د قمار او د موټرونو جواز سیر د جعل په تړاو په بلخ، څلور تنه په بغلان کې د اخلاقي بې لاریو په تړاو نیولي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې ۲۸ تنه د بیلابیلو جرمونو او وسلو ساتلو په تړاو نیولي.

 

همدا راز خبرزیاتوي چې یادو پولیسو ۴ غله په کندهار، ۳ تنه د حیوناتو او الوتونکو د ناقانونه ښکارپه تړاو په بامیان، یو غل، دوه تنه د وسلو د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په هرات او دوه د موټر سایکلونو غله په پکتیکا ولایت کې نیول شوي دي.

Leave a reply