د عامې روغتیا وزارت د طب معالجوي اړوند د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د سرطان د کنټرول نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی.

د عامې روغتیا وزارت د طب معالجوي اړوند د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د سرطان د کنټرول نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی.
19 اپریل چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د معالجوي طب عمومي ریاست د رهبرۍ او د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام اوس د سرطان د کنټرول نړیوال کنوانسیون یا
Union for International Cancer Control (UICC) بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
دا کنوانسیون، چې مرکز یې د سویس په جینوا کې موقعیت لري، د سرطاني ناروغیو د کنټرول تر ټولو پخوانی نړیوال کنوانسیون دی.
یاد کنوانسیون به په بېلابېلو برخو کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لکه (د سرطان د کنټرول لپاره حق غوښتنه، د ملي او نړیوالو ستراتېژیو سره سم د سرطان کنټرول لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو په پراختیا او جوړونه کې همکاري، د سرطان د پېښو د کموالي لپاره د ټولنې په کچه د وقايوي ستراتېژیو پراختیا، د سرطان د پېښو ژر تشخیص، د سرطان د تشخیص او درملنې معیاري کول، حمایوي درملنه یا Palliative care، د سرطان د دقیقو ارقامو راټولول او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو) په برخه کې همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د جمهوریت روغتون د چارو څخه له نیږدې لیدنه کړی.
د یادونې وړ ده چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام په تېر حکومت کې د دغه کنوانسیون غړیتوب درلود، خو د سیاسي تحولاتو او د حکومت د بدلون له امله د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د دغه کنوانسیون په تور لېست کې شامل شو او د دغه کنوانسیون غړیتوب یې له لاسه ورکړی و، چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د مسئولینو په نه ستړې کېدونکو هڅو سره دغه ملي پروګرام له تور لېست څخه لېرې او د ۲۰۲۳ کال لپاره ددې کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.





