عمران خان: که له افغان حکومت سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان د نويمو کلونو حالات ته وګرځي

0
47

د پاکستان لومړی وزير عمران خان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، که له اسلامي امارت سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو حالت ته وګرځي او د ګډوډۍ ښکار شي.

 

ښاغلي خان له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر افغانستان خپل بنديزونه کم کړي او له اسلامي امارت سره ښه تعامل وکړي.

 

عمران خان ويلي: «دا ټکی ډېر مهم دی، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره ښه تعامل وکړي او که داسې ونه شي، نو ډېر قوي احتمال شته، چې افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو حالت ته وګرځي.»

 

د ښاغلي خان په وينا طالبانو په افغانستان کې داعش ډلې ته ماتې ورکړه او زياته کړې يې ده، چې اسلامي امارت بايد نړيوالو ته ډاډ ورکړي، چې دوی د بشري حقونو درناوی کوي او له ټولو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې پرې کړي دي.

 

ښاغلي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نړۍ هېڅ هېواد هم تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د چين، ترکيې، پاکستان، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو سفيران په کابل کې دي او وخت پر وخت د اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې پاستې کوي.

 

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ په قطر کې «د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز» کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال وویل، چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره همکاري وکړي او د افغانانو روان وضعيت لپاره دې خپلې بشري مرستې نه سپموي.

 

ښاغلي متقي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښه تعامل او په دوه اړخیزه درناوي ولاړو اړيکو ته ژمن دی او هېڅوک بايد د افغانستان روان ترينګلی وضعيت د خپلو ګټو لپاره ونه کاروي، بلکې په دې حساس وخت کې بايد له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

Leave a reply