د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتیکو اړیکو مثبت اغېز وباله
باغی ټی وی رپورټ
په افغانستان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د بهرنيو چارو وزير اميرمطقي هيله څرګنده کړې، چې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير راتګ به د دواړو هېوادونو پر ډيپلوماتيکو اړيکو مثبت اغېز وکړي. هغه په پاکستان کې د افغان بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې نور افغان بندیان هم تر اختر مخکې خوشې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سفارت به یې د ویزو په برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په ګډه کار وکړي.