کراچۍ: د قامي احتساب بيورو (نیب) د سندهـ هائي کورټ څخه غوښتنه کړې چې د سندهـ اسمبلۍ سپيکر آغا سراج دراني د ضمانت درخواست رد کړي
باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د سپيکر سندهـ اسمبلۍ آغا سراج دراني د ضمانت د درخواست اورېدنه کړې ده.
د نيب او آئي جي جيلونو قاضي نذير جواب عدالت کښې جمع کړې دې۔
د زندانونو د آئی جی په وینا، اغا سراج درانی د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۱۲مه زندان ته راوستل شوی و، اغا سراج درانی د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په ۱۳مه په ضمانت خوشې شو، اغا سراج درانی بیا د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۶مه زندان ته راوستل شو، اغا سراج لا هم په زندان کې دی. دراني یو کال، ۱۱ میاشتې او ۲۵ ورځې په زندان کې تېرې کړې.
د نيب لخوا جمع کړي شوي جواب کښې عدالت څخه غوښتنه شوې چې ملزم بااثر دے، د ريفرنس شاهدانو باندې اثر اندازې کولې شي، د ملزم سراج دراني د ضمانت درخواست دې مسترد کړې شي۔
د نيب ترمخه د آغاسراج دراني او نورو په ضد درج شوي ريفرنس کښي د 500 ميليونو نه زيات رقم روپئ دي۔
عدالت د مۍ په ۳ مه د اغاسراج دراني د ضمانت په درخواست باندې دلائل وغوښتل.