د اسلام آباد عدالت د عمران خان او بشری بي بي خلاف عدت کیس کښې د عون چوهدري د ګواه په توګه د شاملولو درخواست باندې فیصله محفوظ کړې ده

0
203

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د عمران خان او بشرې بي بي په ضد د عدت مقدمې اورېدنه وشوه چې پکښې د درخواستي وکيل راجه رضوان عباسي د سول جج په عدالت کښې حاضر شو.

د درخواست کونکي لخوا د عون چوهدري د بيان ريکارډ کولو لپاره درخواست جمع کړے شوے وو په کوم کښې چې وکيل رضوان عباسي وويل چې درخواست کونکی عدالت کښې د نورو ګواهانو بيان ريکارډ کول غواړي، عون
چوهدري د عون چوهدري په نکاح کښې د ګواه په توګه شامل وو. نو ځکه عدالت عون چوهدري ته په مقدمه کې د ګواه په توګه د خپل بيان ريکارډ کولو اجازه ورکوي.

د دلائلو نه پس عدالت په مقدمه کښې د عون چوهدري د ګواه په توګه د شاملولو درخواست باندې خپله فيصله محفوظه کړه کومه به چې د اپريل په 27مه نيټه اوريدلې شي۔

Leave a reply