د پاکستان سمندري ځواکونو په ۴۳ ورځو کې د اسلامي ورور ملک ترکي او شام زلزله ځپلو ته د امدادي سامان رسولو مشن بشپړ کړی دی

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان سمندري ځواکونو په ۴۳ ورځو کې د اسلامي ورور ملک ترکي او شام زلزله ځپلو ته د امدادي سامان رسولو مشن بشپړ کړی دی.
سږکال په ترکیه او سوریه کې ویجاړونکو زلزلو په پراخه کچه ویجاړتیا رامنځ ته کړه، په زرګونو کسان یې ووژل په داسې حال کې چې میلیونونه قربانیان د مرستې په تمه دي.
د پاکستان لومړي وزیر ترکیې او سوریې ته د بیړنیو مرستو د رسولو لارښوونه وکړه، د پاکستان د سمندري ځواکونو دوو لویو کښتیو د زرګونو ټنو خوراکي توکو، درملو، خیمو او نورو توکو په رسولو سره دغه ماموریت بشپړ کړ.
د مشن کمانډر کموډور سهیل اعظمي وايي د پي این ایس نصر او پی این ایس معاون امدادي مشن کښې د سوریې او ترکیې د ضرورتونو مطابق سامانونه ورکړل شوي دي.
د سي ای اې مرستیال کیپټن محمد عبدالله صدیقي وايي د مشکل په وخت کې د نړۍ د هېوادونو مرستې او د سمندري سفارتکارۍ د پاکستان پرمختګ او مثبت کردار په ډاګه کړی دی.






