په سترې محکمې کې د قومي او صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو په يو وخت ترسره کولو لپاره دوه نورې درخواستونه هم جمع شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
د یوځل انتخاباتو لپاره درخواستونه د شهریار محمد عارف او سردار کاشف خان لخوا جمع شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ملي دفاع وزارت سترې محکمې ته په يو وخت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه، چې ټاکل شوې نن يې اورېدنه وکړي.
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ به نن د درخواست اورېدنه کوي.په درې کسيزه بنچ کې جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر شامل دي.
په یو وخت د انتخاباتو د ترسره کولو د درخواستونو د اوریدنې امکان هم شته.






