ملي دفاع وزارت سترې محکمې ته عریضه کړې چې په ټول هېواد کې په یو وخت ټاکنې ترسره کړي

0
110

باغي ټی وی رپورټ

د ملي دفاع وزارت سترې محکمې ته مهربند غوښتنلیک سپارلی دی. ددفاع وزارت په درخواست کې دريځ خپل کړى دى چې ټول هيواد کې دې په يو وخت ټولټاکنې وشي اؤ سپريم کورټ دې په پنجاب کې دانتخاباتو حکم بيرته واخلي.

د دفاع وزارت لخوا سپريم کورټ کې د پنجاب انتخاباتو کېس په اړه جمع کړي راپور تفصيلات هم مخې ته راغلي.

د ملي دفاع وزارت په راپور کې د ګاونډیو هېوادونو وضعیت ته هم اشاره شوې ده.

رپورټ کې وئيل شوي چې دانتخاباتو لپاره به 3 لاکه 85 زره 485 وسله وال پوځ اؤ رينجرز اهلکارو ته ضرورت وي، په تور سياسي ماحول کې دزيات امنيتي اهلکارو ضرورت وي، يواځې پوليس به دامنيتي حالاتو سره دمقابلې لپاره ناکافي وي.

د دفاع وزارت په رپورټ کې ویل شوي چې په سمدستي توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان کې له روانو عملیاتو څخه د پوځیانو ایستل ممکن نه دي، د خیبر پښتونخوا، بلوچستان عملیاتو له امله په پنجاب او سند کې حالات ارام دي.

رپورټ زياتوي چې که په خيبرپښتونخوا، بلوچستان کې عمليات ګډوډ کړل شي نو اغيز به يې په پنجاب، سندهـ کې هم راشي، ځواکونه به داکتوبر تر پيل پورې دامنيتي دندو لپاره موجود وي.

ياده دي وي چي د سپريم کورټ دري کسيزه بينچ په پنجاب کښي د مئ په 14مه نيټه د انتخاباتو کولو حکم ورکړے دے۔د دې نه علاوه سپريم کورټ سټيټ بينک ته امر کړے وو چي اليکشن کميشن ته فنډونه ورکړي ولي قومي اسمبلۍ دا کار نه دے کړے فنډونه نه خپروي، پریکړه لیک رد شو.

Leave a reply