د پاک افغان پولې سره نزدې د ځمکې ښوئيدنې وروستو امدادي کارروائيونه شپه او ورځ دوام لري چې تر دې دمه د ۳ کسانو مړي او ۱۲ ژوبل کسان د ملبے نه را ايستل شوي دي

باغي ټی وی رپورټ
د ضلع خيبر لنډي کوتل په تورخم پوله د دوشنبې او سه شنبې تر منځ د تورخم پولې ته څېرمه د صادراتي سړک پر سر د غر ښويېدو له امله څو کانټينرونه او بار وړونکي ګاډي تر خاورو لاندې شوي .
د ځمکې د ښويېدو پر مهال په موټرو کې موټر چلوونکي هم موجود وو، چې له امله يې د مرګ ژوبلې وېره څرګندیږی.
د ژغورونکو چارواکو په وینا تر اوسه له ملبې څخه د ۳ کسانو جسدونه او ۱۲ ټپیان را ایستل شوي او د څلورو نورو کسانو د را ایستلو هڅې روانې دي.
د پاکستان فوځ ریسکیو ټیمونه هم د سامان او ماشینری په مرسته د ژغورنې په کارونو بوخت دی، د دې نه علاوه پولیس او د ضلعی انتظامیې هم په ریسکیو عملیاتو کښې برخه اخلی.
ځایی سرچینې وایی چې د ریسکیو اپریشن د درنې مشینرې د نشتوالی له امله کمزورې دې او وس رسنیو ته ویل شوي چې سوداګرو په خپله مالي مرسته یو لوی کرین راوستلې او کار ی پیل کړې دې .





