اسلام آباد: سپريم کورټ په ټول ملک کښې په يو وخت انتخاباتو لپاره د درخواستونو اورېدنه
باغی ټی وی رپورټ
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د درخواستونو اورېدنه کوي، په درې کسيزه بنچ کې جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر شامل دي.
د ملي دفاع وزارت او دوو اتباعو سترې محکمې ته مراجعه کړې چې په ټول هېواد کې په یو وخت ټاکنې ترسره کړي.
ددفاع وزارت په جمع کړل شوي درخواست کې دريځ خپل کړى دى چې په ټول هيواد کې دې په يو وخت دانتخاباتو دترسره کولو امر وشي اؤ سپريم کورټ دې په پنجاب کې دانتخاباتو دترسره کولو حکم بيرته واخلي اؤ په هيواد کې روان امنيتي وضعيت ته په پام سره دې سپريم کورټ دټولټاکنو امر بيرته واخلي. د اپریل د 4 پریکړه بیرته واخلئ.
ياده دي وي چي د سپريم کورټ دري کسيزه بينچ په پنجاب کښي د مئ په 14مه نيټه د انتخاباتو کولو حکم ورکړے دے۔د دې نه علاوه سپريم کورټ سټيټ بينک ته امر کړے وو چي اليکشن کميشن ته فنډونه ورکړي ولي قومي اسمبلۍ دا کار نه دے کړے فنډونه نه خپروي، پریکړه لیک رد شو.