د ملک په بیله بیلو سیمو کې ډیر باران شوې ،سیلابونه هم راوتلي

باغی ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر په مختلفو سیمو کې د بارانونو او د ځمکې ښویدنې له امله سیندونه د سیلاب په حالت کې دي.
د قراقرم لویه لاره له پرون راهیسې په کوهستان کې په څو ځایونو کې د ځمکې ښویدنې له امله تړل شوې چې له امله یې په سلګونو موټر په زرګونو مسافر بند پاتې دي.
بلخوا د ملک له نورو ښارونو سره د ګلګت بلتستان ځمکنۍ رابطه پرې شوې، په داسې حال کې چې په ازاد کشمير کې د سېلابونو او ځمکښويېدنې له امله د نيلم لويه لار په څو ځايونو تړل شوې ده.
په نيلم سيند کې د معتدله درجې سيلاب روان دى او د نيلم وادي په زياترو سيمو کې د 24 ساعتونو لپاره بجلي بنده شوې ده او په سيمه کې د موبايل فون او انټرنيټ خدمات سخت متاثره شوي دي.