د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کښې 600 کسانو ته د صفر سود قرضې په شرح سره څلور اربه ډالره قرضې ورکړې شوې دې.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف دورې کښې دا خبره په ډاګه شوې ده چې 600 کسانو ته د صفر سود قرضې په شرح سره څلور اربه ډالره قرضې ورکړې شوې دې.
د پارليمنټ د پبلک اکاونټس کميټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې وشوه چې پکښې د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) لخوا په کراچۍ کښې د تعیناتو افسرانو فهرست وړاندې کړے شو.
چيئرمېن نور عالم خان وئيلي دي چې ايف بي آر دا نه دي ويلي چې دا افسران چې کله پوسټونه شوي دي، دا مافيا دي، دوي به له دې ځايه ايستل شي۔چيئرمېن کمېټۍ وويل سږکال په رمضان المبارک کې زيات لوډشيډنګ شوى، دوزيراعظم دحکمونو خلاف ورزي هم شوې، سحر، افطار اؤ تراويح کې هم بجلي نۀ وه.
نور عالم خان وویل چې موږ د ټرانسفارمر، د بریښنا د کیبل لپاره فنډ ورکوو، ایا د بریښنا بیلونه هم باید ورنه کړو؟ د لوډشیډنګ په اړه د برښنا د وزیر له امر څخه سرغړونه شوې، ۱۱ کیلو ولټ کیبل له یو ځای څخه غلا شوی، دا کیبل مې له خپلو منابعو نصب کړی چې بیا غلا شو، د بریښنا وزارت خلک او کارکوونکي څه کوي؟ده وويل چې د ډيسکو له پلورنځيو څخه تارونه غلا کېږي، په ډيسکوز کې د سزا او جزا کوم ميکانيزم نشته، ما هيڅکله د يو ايکسن، ايس ډي او او سپرنټنډنټ پر ضد قانوني کارویی نه ده لیدلې، دوی د فساد په ختمولو کې رول لوبولې شي.
د آډټ چارواکو د پبلک اکاونټس کميټۍ ته اوويل چې اين ډي سي سي د 22 کروړه روپو نيمګړې بولۍ منلې ده په داسې حال کې چې سيکرټري پاور ډويژن وئيلي دي چې د ډيپارټمنټ انکوائري رپورټ کښې څه واضح نه دي مونږ به د آډټ رپورټ عملي کوو او بورډ ته د ذمه دارانو ټاکلو غوښتنه شوې ده فساد نه و، خو پرېکړه ځنډول شوې، چې غفلت دی، که کوم مامور تېروتنه کړې وي، جریمه کېږي.
د کميټۍ غړي برجيس طاهر وويل پخواني حکومت ۶۰۰ کسانو ته درې اربه ډالره ارزانه قرضې ورکړې چې د کوم نوملړ تر اوسه کميټې ته نه دی وړاندې شوی.
برګيس طاهر وويل چې د ١٦٠ روپو په بدل کې ٤ اربه ډالر د صفر سود په نرخ ورکړل شوي وؤ، د ډالر بيه ٢٨٠ روپو ته رسيدلې ده او دا د ملک د اقتصاد د ٩٠٠ اربو څخه زياته ده.د کميټۍ چيئرمېن وويل چې سټيټ بينک او د خزانې وزارت دې ټول معلومات ورکړي، که اسناد وړاندې نه کړل شي نو د ماليې وزارت او د سټيټ بينک د چارواکو په ضد به مقدمه درج کړم، ايف آئي اے دې جائيداد او بينک ضبط کړي د دغو کسانو د حسابونو په اړه به د پارلمان د افسرانو په وړاندې د معلوماتو د نه ورکولو په اړه اقدام وشي.
پي اے سي د ايف آئي اے نه د هغو ٦٠٠ کسانو فهرست غوښتي کومو چې د اختر نه پس په صفر فيصده سود قرضونه ترلاسه کړي دي او د ٦٠٠ کسانو د کورونو، بينک بيلنس او جائيدادونو د قبضه کولو هدايات هم ورکړي دي۔






