ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، نو له افغانستانه به ووځي.

0
192

باغی ټي وي رپورټ
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، نو له افغانستانه به ووځي.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي، که ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړل شي، نو له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنونکې پریکړه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ولس لپاره د دې کړکېچ کومې منفي پايلې به د طالبانو پر غاړه وي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو حکومت د اپرېل پر ۱۲مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځينه کارکوونکو د کار کولو مخه ونيوله او د ملګرو ملتونو د بيا کتنې غوښتنه هم د طالبانو چارواکو رد کړې وه.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تېره اوونۍ په افغانستان کې د دغه ماموريت د دوام په اړه د بيا کتنې اعلان وکړ، چې د مې په پنځمه نېټه پای ته رسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي د ۶۰۰ ښځو په ګډون ۳۳۰۰ کسان لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو پر کار بندیز د دوی داخلي مسله بللې ده.

Leave a reply