اسلام آباد: د پارليمنټ پبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) د سپريم کورټ د نان آډټ نوټس اخستو وروسته رجسټرار سپريم کورټ احضار کړے دے
باغي ټي وی رپورټ
د پبلك اکاؤنټس كمېټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د سپريم كورټ د آډټ په مسله هم غور وكړې شو۔
نور عالم خان وويل د پاکستان په سپريم کورټ کې د لسو کالو راهسې هيڅ پلټنه نه ده شوې، زه به د سپريم کورټ پرنسپل اکاونټنګ افسر ته زنګ ووايم، د لسو کالو راهسې د سپريم کورټ هيڅ پلټنه پي اے سي ته نه ده راغلې.
پي اے سي رجسټرار سپريم کورټ د لس کالو نه آډټ نه کولو له وجې اختر نه پس طلب کړے دے۔
د کميټۍ چيئرمېن زياته کړه چې پي اے سي د سي ډي اے نه د ججانو، د پارليمان غړو، د وفاقي کابينې غړو، د قومي اسمبلۍ او سينيټ عملې ته د ورکړل شويو پلاټونو تفصيل هم غوښتي وو، په دې لړ کې يې د فهرست او ميني ټريل غوښتنه کړې وه. نور عالم خان اوويل چې د پي اے سي د هداياتو باوجود د هاؤسنګ وزارت ريکارډ ولې نه دے ورکړے، د ډپلوميټک انکليو مخې ته شروع وکړه، په ون آئين بلډنګ کښې څومره فليټونه دي؟ FIA او نیب د دوی د پیسو ټریل تعقیب کړ.
د پي اے سي چيئرمېن ووئيل پاكستان غريب او دا خلق مالدار كېږي۔