پبلک اکاؤنټس کميټۍ اسلام آباد کښي د ګنج اينډ کنټري کلب ريکارډ ضبط کولو لارښوونه کړې ده

0
215

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد:پبلک اکاؤنټس کميټۍ اسلام آباد کښي د ګنج اينډ کنټري کلب ريکارډ ضبط کولو لارښوونه کړې ده

د ولسي جرګې د عامه حسابونو د کمېټې غونډه د نور عالم خان په مشرۍ وشوه، چې په کې د کور جوړونې او د ښار جوړونې وزارت او د وزارت د بین الصوبايي همغږۍ د پلټنو پراګراف وڅېړل شو.

پبلک اکاؤنټس کمېټۍ د اسلام آباد د ګن اېنډ کنټري کلب د نه پلټنې نوټس اخيستی او د کلب ټول ريکارډ يې ضبط کولو هدايات کړي او په دې مهال د کلب مشر نعيم بخاري کفوري د لرې کولو هدايات هم کړي دي. د کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان وويل د ګن اينډ کنټري کلب آډټ ولې نه کيږي، د اربونو روپو آډټ شوي، د قانون خلاف ورزي شوې ده.

پي اے سي د کلب آډټ لپاره د نيب او ايف آئي اے نه مرسته اخستلو هدايات کړي دي۔

نور عالم خان اوويل چې زه دا آډټ پاراګراف ايف آئي اے او نيب ته د انکوائري لپاره ليږم۔

د پبلک اکاونټس کميټۍ د کلب مشر نعيم بخاري ته هدايات کړي چې د ګاډي او دفترونو پشمول ټول مراعات او سهولتونه دې بيرته واخلي۔

Leave a reply