جماعت اسلامي د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د خبرو اترو لپاره د لياقت بلوچ په مشرۍ څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ده

Sairaj Ul Haq :File Photo
باغی ټی وی رپورټ
جماعت اسلامي د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د خبرو اترو لپاره د لياقت بلوچ په مشرۍ څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ده.
دسرچينو ترمخه په څلور کسيزه کميټۍ کې به د لياقت بلوچ نه علاوه پروفيسر ابراهيم، امير العظيم او قيصر شريف هم شامل وي.
سرچينې وائي دجماعت اسلامي کميټۍ به دنورو گوندونو مشرانو سره رابطې اؤ ليدنې کوي اؤ ټول سياسي گوندونه به دانتخاباتو په اړه خبرو اترو ته هڅوي.
دسرچينو ترمخه دجماعت اسلامي مذاکراتي ټيم به د اے پي سي په تجويز شوې نيټه هم صلاح مشورې کوي.






