تورخم د غر ښویدو پیښه، دوه د ټرک ډریورانو مړي را ویستل شوي دي

0
164

باغی ټی وی رپورټ
په افغان پوله تورخم د غر ښوېدنې له امله له پولې د تېرېدو په انتظار لسګونه کانټينرونه تر خاورو لاندې شوي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

سرچینې وایی دا کسان افغانان دي چې د خپلو ټرکونو سره موجود وو چې دشيې غر ښوویدو له امله ترملبې لاندې شو او ژوند ی له لاسه ورکړو.

د خېبر ضلعې ډپټي کمشنر عبدالناصر خان وايي، له شلو تر ۲۵ کانټینرونه تر خاورو لاندې دي، د ځمکې ښویېدو له امله دوه افغانان مړه شوي، چارواکي د مړو د ایستلو هڅې کوي.

د ریسکیو 1122 ویاند بلال فیضي ویلي، اور د ځمکې له ښویېدو لږ وروسته هغه مهال ولګیدو، چې لارۍ چلوونکو د پیشمني کولو لپاره په نغري خوراک پخولو، خو اوس یې اور کنټرول کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د تورخم پر صادراتي لارې، چې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ د سوداګرۍ مهم ترانزيټي نقطه بلل کېږي، تېره شپه دوه بجې د ځمکې ښويېدو پېښه شوې ده او یو شمیر افغان ټرک چلوونکی تر ملبې لاندې دی.

د پیښې ځای ته د باکستان فوځ یوه 30کسیزه ډله هم رسیدلې چې د ژغورنې په عملیاتو کښې برخه اخلي .

Leave a reply