د عمران خان او بشری بي بي پر ضد د عدت په قضیه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د عمران خان او بشری بي بي پر ضد د عدت په قضیه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرې بي بي خلاف د عدلې مقدمې اورېدنه د اسلام آباد د سينئر سول جج په عدالت کښې کېږي.
د قضيې د درخواست کوونکي په استازيتوب په محکمه کې د دريم ګواه د بيان د ريکارډ کولو تياري بشپړه شوې ده.
دسرچينو ترمخه دعمران خان پخوانى نزدې همکار عون چوهدري به په مقدمه کې دگواه په توگه گډون کوي اؤ سبا به عدالت کې خپل بيان ريکارډ کوي که موجود وي.




