د پارليمان د نه منظورۍ له امله د سپريم کورټ د انتخابي فنډ جاري کولو حکم عملي نه شو

0
104

باغي ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د پارليمان د نه منظورۍ له امله د سپريم کورټ د انتخابي فنډ جاري کولو حکم عملي نه شو.

سترې محکمې د پنجاب ایالت د ټاکنو په تړاو یوه قضیه کې دولتي بانک ته امر کړی چې د دوشنبې تر ورځې پورې دې ۲۱ میلیارده روپۍ مستقیما د ټاکنو کمېسیون ته ورکړي.

سټيټ بينک او د خزانې وزارت به نن په سپريم کورټ کښې خپل جواب جمع کوي په داسې حال کښې چې د اليکشن کميشن نه د فنډونو ريکوري په اړه نن رپورټ هم غوښتل شوي دي۔

تيره ورځ قامي اسمبلۍ د فنډ نه لګولو په اړه د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ رپورټ تصويب كړو او د انتخاباتو كمېشن ته يې د فنډ جاري كول رد كړل۔

د دولتي بانک د سرپرست والي مقام

تيره ورځ د خزانې په اړه د قائمه کميټۍ اجلاس کښې قائم مقام ګورنر سټيټ بينک سيما کامل کميټۍ ته اوويل چې سپريم کورټ د 21 اربه روپو مختص کولو حکم ورکړے دے۔

Leave a reply