عمران خان نن بیا عدالتونو کښې د حاضرې کولو ډډه کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي چيرمين عمران خان به نن اسلام آباد ته نه راځي چي مختلف عدالتونو کښي حاضري ورکړي۔
سرچينې وايي د عمران خان د مقدمو اورېدنه به نن د اسلام اباد په درې بېلا بېلو عدالتونو کې کېږي، په بېلابېلو عدالتونو کې به د عمران خان د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواستونه جمع کېږي.
د پخواني وزیراعظم د استثنیٰ درخواستونه به د امنیتي وجوهاتو او سیاسي مقدمو په وجه جمع کړل شي.
د عمران خان په قانوني ټیم کې شامل وکیلان سلمان صفدر او فیصل چوهدري به مختلفو عدالتونو ته حاضریږي.