ايف آئي اے لاهور د ممنوعه فنډنګ کيس کښې د تحريک انصاف مشر اسد عمر يو ځل بيا احضار کړے دے

باغی ټی وی رپورټ
ايف آئي اے لاهور د ممنوعه فنډنګ کيس کښې د تحريک انصاف مشر اسد عمر يو ځل بيا احضار کړے دے
د ایف آئي اے چارواکو وینا ده چی د اسد عمر د بیا بلولو نوټس هم د پي ټی آئي لاهور دفتر ته رسیدلې دې.
دا نوټس د پي ټي ائي اسسټنټ فنانس منيجر نويد اسلم لخوا ترلاسه شوی چې له مخې يې اسد عمر ته د اپريل په 27مه نېټه د ايف آئي اے دفتر لاهور کښې د جے آئي ټي مخې ته حاضريدو او خپل بيان ريکارډ کولو هدايات شوي دي۔
د ايف آئي اے چارواکو ترمخه اسد عمر ته د اپريل په ١٤مه نيټه د نه حاضريدو نوټس جاري کړے شوے وو ولي د اپرېل په ١٤مه نيټه حاضريدو نه پس اسد عمر تحريري جواب استولي وو۔
د ایف آی اې د سرچینو له مخې د اسد عمر ځواب د قناعت وړ نه و او هغه بیا احضار شوی دی.






