متحدین په هیواد کې د سیاسي کړکیچ د هواري د موندلو لپاره متحرک شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: متحدین په هیواد کې د سیاسي کړکیچ د هواري د موندلو لپاره متحرک شوي دي.
د پيپلز پارټۍ او (ن) ليگ د مشرانو ترمينځ ليدنه شوې چې وروستو ميډيا سره خبرو کې يوسف رضا گيلاني وويل چې حالات خراب دي، د ادارو ترمينځ ټکر د ملک په ګټه نۀ دى.
په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله ووئيل چې د تعصب او خود غرضۍ سياست هېواد بحران ته رسولي دي، دا د سياسي ګوندونو ذمه واري ده چې د خبرو اترو له لارې حالات ښه كړي۔
بل خوا د عوامي نېشنل ګوند پلاوي هم د عوامي نېشنل ګوند له مشرانو سره ليدلي چې په کې د خبرو او پخلاينې له لارې د سياسي کړکېچ د هواري پر لارو چارو هوکړه شوې ده.
د پيپلز ګوند پلاوي د مسلم ليګ (ق) له مشر طارق بشير چيمه سره ليدلي، د پيپلز پارټۍ پيغام به نن چوهدري شجاعت ته رسولی شي.





