د سندهـ هائي کورټ د لادرکه شوو کسانو د واپسۍ په اړه د درخواستونو اورېدنې په مهال د پوليسو رپورټونه رد کړي او د وفاقي او صوبائي حکومتونو نه يې جواب غوښتی دی
باغی ټی وی رپورټ
سنده هائي کورټ کښې د 12 لادرکه کسانو واپسۍ په اړه درخواستونه سماعت شوے دے۔
محکمې د پولیسو هغه راپورونه رد کړل چې د غصې څرګندونه کوي.
جسټس نعمت الله وويل پوليس د لادرکه شويو کسانو په بازيابۍ کې سنجيده نه دي، سنده هائي کورټ کې روايتي رپورټونه وړاندې کيږي.
عدالت د صوبائي او وفاقي حکومتونو نه جواب طلب کړی او د داخله سيکرټري نه ئي د حراستي مرکزونو رپورټ طلب کړی او چيف سيکرټري او داخله سيکرټري ته ئي نوټس جاري کړي دي۔
عدالت د ايډيشنل اټارني جنرل او ايډوکيټ جنرل سنده ته هم نوټس جاري کړے دے۔
عدالت دغه راز قانون نافذونکو ادارو ته امر کړی چې د لادرکه شوؤ کسانو د خلاصون ضمانت وکړي.