پنجاب کښې د 53 اربه روپو رمضان ریلیف پیکج لرونکې د اوړو تر ټولو لوی مفت سکیم ختم شو، د سکیم لاندې په مستحقینو کښې د 10 کلو اوړو 4 کروړه نه زیاتې کڅوړې مفت ویشلې شوې

0
334

باغي ټي وی رپورټ

د پنجاب حکومت وياند له مخې د وړيا اوړو سکیم په وروستۍ ورځ په صوبه کې 27 لاکه 49 زره 580 بورۍ اوړه وويشل شول.

د سکیم لاندې ټولټال 4 کروړه 11 لاکه 10 زره 461 کڅوړې وویشل شوې ، 3 کروړه 10 لاکه کورنۍ د وړیا اوړو سکیم څخه ګټه پورته کوي.وزير اعظم شهباز شريف او د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي د سکيم کاميابۍ سره سر ته رسولو افسرانو او اهلکارو ته مبارکي وړاندې کړې ده.

د والي وياند وايي، په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره په وړيا ډول اوړه مستحقو کسانو ته ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د وړيا اوړو په ترلاسه کولو کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، تېره ورځ په مظفرګړ کې يوه بله مېرمن د اوړو له راوړلو وروسته کور ته د تلو پر مهال مړه شوه.

په مظفرګړ او کوټ اډو ولسوالیو کې هم د درېیو ښځو په ګډون ۴ تنه په اتا پواینټونو کې مړه شوي دي.

Leave a reply