د سترې محکمې د حکم له مخې نن په پنجاب کې د ټاکنو لپاره اليکشن کميشن ته د ۲۱ اربه روپو جاري کولو وروستۍ نېټه ده

0
148

باغی ټی وی رپورټ
د سترې محکمې د حکم له مخې نن په پنجاب کې د ټاکنو لپاره اليکشن کميشن ته د ۲۱ اربه روپو جاري کولو وروستۍ نېټه ده.

سترې محکمې دولتي بانک ته امر کړی و چې په پنجاب کې د ټاکنو لپاره مستقیماً د ټاکنو کمیسیون ته پیسې ورکړي.

په حکم کې ویل شوي چې د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د اپریل تر ۱۷ نیټې پورې به ۲۱ میلیارده روپۍ د ټاکنو کمیسیون ته ورکړي.

سپريم کورټ سټيټ بينک او د خزانې وزارت ته امر کړی وو چې د اپرېل تر 18مې نېټې پورې د فنډونو برابرولو حکم باندې عمل درآمد راپور وړاندې کړي.

سپريم کورټ د خزانې وزارت د اکاؤنټنټ جنرل د تصديق رپورټ د اپرېل په 18مه نېټه جمع کولو حکم کړې وو۔

په حکم کې داهم وئيل شوي چې اليکشن کميشن دې د٢١ اربه روپو فنډونو ريکارډ هم په ١٨م اپريل عدالت ته وړاندې کړي.

Leave a reply