د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري صدر عارف علوي ته خط ليکلی دی

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري صدر عارف علوي ته خط ليکلی دی.
فواد چوهدري صدر ته په خپل خط کې ليکلي چې نگران حکومتونو خپله موده پوره کړې ده او اساسي قانون د دغو حکومتونو د مودې غځولو اجازت نه ورکوي، نو د ۹۰ ورځو نه وروستو نگران حکومتونه قانوني نه شي بلل کېدای.
په مکتوب کې راغلي، چې ولسمشر دې له اساسي قانون څخه د انحراف په اړه جدي اقدام وکړي او موضوع دې سترې محکمې ته واستوي، اساسي قانون څارونکو حکومتونو ته اجازه نه ورکوي، چې د پاليسۍ په اړه پرېکړې وکړي. د فدرالي حکومت او ټاکنو کمیسیون غیرقانوني کړنې.






