د جمو او کشمیر پخواني والي ستیا پال ملک په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د فبرورۍ 2019 د پلواما له برید څخه خبر و

0
227

باغی ټی وی رپورټ

د جمو او کشمیر پخواني والي ستیا پال ملک په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د فبرورۍ 2019 د پلواما له برید څخه خبر و

د جمو او کشمیر پخواني والي “دی وائر” خپرونې ته په یوه مرکه کې ویلي، چې په پلواما کې مودي په قصدي توګه د دې پر ځای چې هندي پوځیان یې وژغوري، مړه کړي او کثافات یې پر پاکستان غورځولي دي.

هغه وویل چې د پلواما ډرامې رامینځته کولو هدف یوازې په ټاکنو کې بی جے پی ته ګټه رسول وو.

پخواني والي وویل کله چې هغه خبرې وکړې د مودي حکومت هغه د کاربیټ پارک څخه راوغوښت ، د هند لومړي وزیر مودي او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ورته وویل چې چپ پاتې شي.

ستیه پال ملک د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د ۳۷۰ مادې د لغوه کولو پر مهال د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر وروستی والي و.

Leave a reply