د پخوانی ولس مشر د وژنې قضیه، جوډيشل مجسټرېټ عباس شاه د مقدمې اورېدنه د جون تر درېيمې نېټې وځنډوله

0
245

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د پخواني ولسمشر اصف زرداري د وژنې د سازش په قضيه کې پر شيخ رشيد تورن نه شو.

د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې د اصف زرداري د وژنې د سازش په تور کې د شيخ رشيد خلاف د مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې د شيخ رشيد خلاف د فرد جرم اورېدنه يو ځل بيا وځنډول شوه.

د شيخ رشيد وکيلانو د اسلام آباد هائي کورټ کښې د اخراج کيسونو نقلونه عدالت ته جمع کړي وو چې پکښې عدالت د فرد جرم اورېدنه وځنډوله ځکه چې دا مسئله په هائي کورټ کښې اورېدنه روانه ده۔

جوډيشل مجسټرېټ عباس شاه د مقدمې اورېدنه د جون تر درېيمې نېټې وځنډوله.

Leave a reply